ایکنانیوز د الشرق له قوله راپور راکړ، قسام تیسیر ابوطعیمه چې د قسام کنډکونو یو فلسطینی مبارز او د جومات امام او د ټول قرآن حافظ هم ؤ، څو ورځې مخکې په غزې تړانګې کې د جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژیم پ ه ډرون حملې کې زخمي او د سجدې په حالت کې هم شهید شو.
په ټولنیزو چینلونو کې اوس د قسام تیسیر ابوطعیمه دتلاؤت غږ خپور شوی چې د جمعې دمبارکې سورې ځيني آیتونه تلاؤت کوي او د هغه د شهادت په وروستیو شیبو کې یوه په زړه پورې ولوله او منظره وړاندې کوي.
ددغه تلاؤت ۳۸ ثانیه ، د لقاء الله په وروستیو شیبو کې ددغه فلسطینی شهید حال او احوال بیانوي.
قسام تیسیر ابوطعیمه د ټول قرآن حافظ او فلسطینی مبارز په دغه ویډیوئي کلیپ کې د جمعې د مبارکې سورې له شپږم تر اتم پورې آیتونو په زړه پورې غږ سره تلاؤت کوي ، چې ستاسو خدمت ته هم وړانډې کیږي.